د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس د ننګرهار پوهنتون له مسؤلینو سره ولیدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۸:۴۱
image

 

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس محمد شاکر وحیدي د یوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي سره ولیدل، چې د لیدنې پر مهال د تضمین کیفیت پروسې پر اړوندو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، استادانو او منسوبینو مننه وکړه، چې په لوړو نمرو یې بشپړ اکاډمیک اعتبار اخیستی، خو نوموړي وویل چې تضمین کیفیت یوه دوامداره پروسه ده او د اکاډمیک اعتبار ساتلو لپاره لا زیاتو هلو ځلو ته اړتیا ده.

ښاغلي وحیدي د پوهنتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ختیز مېشتو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو سره دې د تضمین کیفیت په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت راغلي پلاوي ته د ننګرهار پوهنتون او دغه راز د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو د تضمین کیفیت پروسې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون کې د همکارۍ روحیه موجوده ده او د ختیز زون د نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره په یاده برخه کې ګډ کار کوي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د تضمین کیفیت پروسې د کلنۍ بیاکتنې لپاره د ننګرهار پوهنتون د چمتووالي او ددې پوهنتون له خوا د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو د ارزونې او د تضمین کیفیت په برخه کې له هغوی سره د ګډ کار په اړه راغلي پلاوي ته معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

BACK TO NEWS

User account menu