د علمي چارو مرستیال د فوق لیسانس برنامو له تدریسي بهیر څخه نظارت وکړ.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۲:۲۰
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د بېلابېلو پوهنځیو له فوق لیسانس برنامو څخه د ستونزو حل او تدریسي بهیر ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال ښاغلي ناصح د محصلینو غوښتنې او وړاندیزونه  واورېدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ،  چې د پوهنتون اداره د تدریسي بهیر کیفیت ښه والي ته ژمنتیا لري او محصلینو لپاره به عصري او معیاري تحصیلي مواد او امکانات برابر کړي.

نوموړي دغه راز د فوق لیسانس برنامو مسؤلینو ته د اصولو په رڼا کې د علمي او تدریسي چارو ترسراوي اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu