د طب پوهنځي د علمي کادر بستونو اعلان!
(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام عمومي مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ریاست په لاندې خالي بستونو کې د ازادې سیالۍ ازموينې له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابرو اشخاصو ته اړتیا لري:
ټولو په شرایطو برابرو کاندیدانو چې په ذکر شوو څانګو کې یې د دوکتورا ،ماسترۍ او یا لیسانس په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای د ۱۴۴۴/۱/۱۴ مطابق ۱۴۰۲/۳/۱۳ نېټې څخه تر ۱۴۴۴/۱۱/۲۴ مطابق ۱۴۰۲/۳/۲۳ نېټې پورې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره