د زماني بنسټ استازي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۳
iamge

 

په ختیځ کې د زماني فاونډېشن اداري مسؤل رضا خان عصمتزي د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو، د پوهنتون د بهرنیو اړیکو او رغنیزو چارو څارنې کمېټو، تهیه او تدارکاتو او نشراتو آمرینو برخه لرله، دواړو خواوو په پوهنتون کې د ځینو پروژو د تطبیق او همدارنګه د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۲ مې کالیزې د نمانځې مراسمو د مالي ملاتړ او سپانسر کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي عصمتزي د زماني بنسټ د مشرتابه له خوا په ننګرهار پوهنتون کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۲ مې کالیزې په مناسبت د جوړېدونکي علمي سیمینار د سپانسر کولو او همدارنګه د پوهنتون په لومړنۍ دخولي دروازه کې د پاتې سرک د کانکریټ چارو د پیل په اړه د پوهنتون رئیس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي دغه راز وویل، چې زماني بنسټ غواړي، چې له ننګرهار پوهنتون سره د علمي او روزنیزو مرکزونو د جوړولو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د زماني فاونډېشن له مسؤلینو او په ځانګړې توګه د یاد بنسټ د مشر ښاغلي مصطفی زماني مننه وکړه، چې تل یې د علمي او تحصیلي بنسټونو مرسته او ملاتړ کړی او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره به ډېر ژر د اړوندو برخو پروپوزلونه ورته وسپاري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۹:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۴ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي د یوه پلاوي په ملتيا د نړيوال اسلامي پوهنتون د ودانيزو چارو څخه لیدنه وکړه.

 

د ننګرهار ولایت لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت په داسې حال کې، چې د ننګرهار پوهنتون یو شمېر استادانو يې ملتيا کوله، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۷/۸ - ۹:۲۷
Background image

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره وليدل.

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل. په یاده لیدنه کې دواړو. . .

BACK TO NEWS