د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۰:۰
image

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې!

انالله وانا اليه راجعون!

ارواښاد پوهاند سبحاني د خپل ژوند څه دپاسه څلور لسیزې عمر د هېوادوالو په خدمت او د زرګونو علمي کادرونو په روزنه کې تېر کړ. د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت او منسوبین په داسې حال کې، چې د ارواښاد استاد مړینه لویه ضایعه بولي، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې ځان په دې درانه غم کې شريک ګڼي.

د لوى خداى (جله جلاله) له درباره ارواښاد استاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوي.

الحکم لله

پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال

د ننګرهار پوهنتون رئيس

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۰/۲/۳ - ۱۲:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ لمریز کال کانکور ازموینې د چمتووالي غونډه جوړه شوه.

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۲۸
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد استاد پوهاند سبحاني د فاتحې مراسم ترسره شول.

 

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد ارواښاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د فاتحې مراسم ددې پوهنتون د ادارې، استادانو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې. . .

BACK TO NEWS