د جلال آباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۸:۲۰
image

 

د جلال آباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په یاده لیدنه کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د تدریسي روغتون رئیس، د تهیه، تدارکاتو او خدماتو او د لیلیو مسؤلینو هم برخه لرله، دواړو لورو د متقابلو همکاریو د رامنځته کېدو پر شونتیا او په ننګرهار پوهنتون کې د ښکلا، پاکۍ او رغنیزو چارو د یو شمېر پروژو د پیل په اړه بحث او خبرې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل: ننګرهار پوهنتون په لويه کچه علمي کادرونه او بشري ځواک لري، چې د اکاډمیک مسؤليت او د جلال اباد ښاروالۍ سره د شوي تفاهمليک له مخې په علمي، تحقیقي، ښوونیزو او نورو مسلکي برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

پوهاند بهسودوال د جلال اباد ښاروالۍ له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د مسؤلیت له مخې دې د پوهنتون په ښکلا، پاکۍ، د ځینو محسوسو ځایونو د جوړېدو او د محصلینو د عملي زده کړو په برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت هم د خپلې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د مرکزي کمپس او اړوندو پوهنځیو د بیرونۍ نما، دروازو، ویالو، ګلدانونو، پیاده روونو جوړولو او د کثافاتو د انتقال په برخه کې د جلال آباد ښاروالۍ له مسؤلینو د عملي ګامونو د اخیستلو غوښتنه وکړه.

د جلال آباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر دوست محمد چهاردیوال د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته په یادو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ننګرهار پوهنتون په ګډون د جلال اباد ښار په ۹ ناحیو کې د نړیوالې ټولنې په مالي مرسته د لسګونو په شمېر کې رغنیزې پروژې تطبیق کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ددې علمي کور د رغنیز پرمختګ لپاره به ځانګړې پاملرنه او هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu