دژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي ليد لورې،ماموريت او موخې

لیدلوری

د اسلام مبارک دین  اصولو، د هېواد کلتوري شرایطواو عامه اړیکو د مسلکیتوب به پام نېولو سره د داسې مسلکي کادر روزل چې په دولتي او غیر دولتي سازمانونو کې اغیزناک فعالیتونه ترسره کړي.

ماموریت

د عامه اړیکو څانګه په خپله څلور کلنه دوره کې د رښتینیو، رغنده او پرانیستې مهارتونو په وړاندې کولو سره په فارغو محصلینو کې د دې وړتیا پیدا کوي چې په دولتي او خصوصي موسسو کې  د دوه اړخیزو ارتباطاتو په غښتلتیا کې خپل لارښوونیز او تخصصي مهارتونه پلي کړي.

 ارزښتونه

  • غوره والی ، درناوی، اړیکې او لیوالتیا
  • احتیاج او خدمتونه
  • ستراتېژیکه سلا او ګډ کار
  • له ټکنالوجۍ ګټه اخستنه
  • تنوع او د فرصتونو رامنځته کول
  • دوامداره پراختیا
  • رښتینوالي، درېدا ،امانت ساتنه او جوت تیا
  • ښه والی، احترام، مناسبات او جذابیت
  • ټولنیزوالی
  • تحلیلي ارزونه

د عامه اړیکو څانګې موخې او فعالیتونه

د عامه اړیکو څانګې د پورته لیدلوري په رڼا کې لاندې اهداف تعقیبوي:

اصلي موخې

د دولتي او نا دولتي سازمانونو د مسلکیتوب او ټولګټو پروژو د تګلارو جوړونې ، طرحې او ترسر کولو په برخو کې د مشتورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د عامه اړیکو د متخصصو کادرونو روزنه او پېژندنه.

 فرعي موخې

۱ – د عامه اړیکو فارغان به د سازمان د فعالیتونو او مدیریت په برخه کې د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د نظرونو او تحلیلونو د راټولونې او وړاندې کونې وړتیا ولري.

۲ – د عامه اړیکو فارغ د سازمان د مدیرانو او کارکوونکو ترمنځ د پوهاوي د روحیې پیاوړتیا په برخه کې به علمي وړتیا ولري.

۳ – د عامه اړیکو فارغ به د سازمان د کړو وړو به اړه د عامه افکارو د روښانتیا په موخه پر وخت د اطلاع رسونې وړتیا ولري.

۴ – د عامه اړیکو فارغ به د کړکیچ د مخنیوي او د کړکیچ پر مهال د اړیکو مدیریت وړتیا ولري.

۵ – د عامه اړیکو څانګه د محصلینو له روزنې سره به اقتصادي ،ټولنیز او سیاسي برخو کې د مسلکي ارتباطاتو بهیر غښتلی کوي.

د عامه اړیکو څانګې خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

  1. د یوه معیاري کریکولم په چوکاټ کې د ټاکل شویو مضامینو تدریس
  2. د مضامینو په تدریس کې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته د زدکړې معاصر شېوه تعقیبول.
  3. د علمی او مسلکي اثارو لیکل
  4. د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د سمستر په اوږدو کې فردی او ګروپي صنفي فعالیتونه ورسپارل.
  5. د عملي کار په موخه له رسنیزو مرکزونو سره اړیکې ټینګول.
  6. ټولنې ته د لسانس په کچه د مسلکي ژورنالستانو وړاندې کول.
  7. د علمي کنفرانسونو دائرول او پکې د محصلینو فعاله وڼډه.
  8. د اتو سمسترونو د تحصیل په پای کې د محصلینو د مونوګرافونو ارزونه او تائید.

همدارنګه عامه اړیکو څانګې ماموریت ، شعار او رسالت په لاندې توګه دي:

شعار

د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یوازینی علمي او تخصصي مرکز

رسالت

د اسلام مبارک دین اصولو، لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو،ملي پروګرامونو، اخلاقي او حقوقي تګلارو، مسلکي او تخصصي پوهې په پام کې نېولو سره د لیسانس تر کچې مسلکي کادر ټولنې ته وړاندې کول.

ماموريت

د عامه اړیکو څانګه په خپله څلور کلنه دوره کې د رښتینیو، رغنده او پرانیستې مهارتونو په وړاندې کولو سره په فارغو محصلینو کې د دې وړتیا پیدا کوي چې په دولتي او خصوصي موسسو کې  د دوه اړخیزو ارتباطاتو په غښتلتیا کې خپل لارښوونیز او تخصصي مهارتونه پلي کړي.

User account menu