دحقوقو پوهنځي اوسنی حالت

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي اوسنۍ وضعیت

پوهنځي فی الحال( ۲۳) تنه د دوکتورا او ماسترۍ تر کچې علمي کادرونه لري چې ټولنې ته دپوهنخي په چوکاټ کې په مخلصانه خدمت بوخت دي. اوسمهال د نوي تحصليي نصاب مطابق (د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو او حقوقي علومو) په څانګو کې د وخت او ټولنې اړتياوو ته په کتو، د هېواد  د سياسي، اداري، حقوقي، عدلي او قضايي ارګانونو لپاره متخصص، علمي او کاري کادرونه روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر دې دمه ټول (۲۶) دورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي چې د ټولو فارغ شويو شمېر (۲۴۴۶) تنو ته رسيږي. اوس مهال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په سهارنۍ دوره کې ټول (۴۷۰) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.

 

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اسانتياوې (منابع)

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د محصلينو د علمي سويې د لوړونې او علمي معتبرو سرچينو ته د لاس رسۍ په موخه لاندې آسانتياوې لري:

مجرب استادان

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په بېلابېلو علمي رتبو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو لرونکي علمي کادرونه لري، چې په مسلکي پوهې او علمي مهارتونو سمبال دي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي  د (۱۴۰۵) تحصيلي کال د استادانو شمېرنه ( احصايه)

ډيپارټمنټ نوم

د تحصيل درجه

علمي رتبې

مجموعه

داکتر

ماستر

لسانس

پوهاند

پوهنوال

پوهندوی

پوهنمل

پوهنيار

نامزد پوهنيار

خصوصي حقوق

۱

۷

۰

۳

۰

۱

۲

۱

۱

۸

عامه حقوق

۱

۳

۰

۲

۰

۱

۰

۰

۱

۴

جزا حقوق

۰

۴

۰

۲

۰

۱

۰

۱

۰

۴

نړيوالې اړيکې

۰

۷

۰

۲

۰

۱

۳

۱

۰

۷

مجموعه

۲

۲۱

۰

۹

۰

۴

۴

۳

۲

۲۳

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

کتابتون

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو استادانو او محصلینو د علمي فعاليتونو لپاره يو مجهز کتابتون لري، چې ۱۵۰۰۰ کتابونه، علمي مجلي، ورځپانې او نور چاپي آثار پکې شتون لری. په دغو آثارو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د دواړو علمي څانګو اړونده کتابونه پکې په کافي اندازه شتون لري، چې ياد  کتابونه ټول په ډيټابيس کې انټری شوي او په مشخصو شيو الماريو کې ځای پرځای شوي دی.

د عملي حقوقي زده  کړو په موخه حقوقي کلينيک

د نظري زده کړو ترڅنګ د محصلينو د عملي زده کړو او د هغوی د مهارتونو د لوړولو لپاره د پوهنځي په تشکيل کې حقوقي کلينيک شتون لري. اوسمهال ياد حقوقي کلينيک د يو منظم پلان له مخې د محصلينو د عملي زده کړو په برخه کې فعاليت لري.

مجهز کمپيوټر ليب

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو محصلينو د علمي فعالیتونو لپاره د انلاين منابعو د ترلاسه کولو په پار مجهز او په انټرنيټ سنبال کمپيوټر ليب لري.

User account menu