دحقوقو پوهنځي اوسنی حالت
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي اوسنۍ وضعیت
پوهنځي فی الحال( ۲۳) تنه د دوکتورا او ماسترۍ تر کچې علمي کادرونه لري چې ټولنې ته دپوهنخي په چوکاټ کې په مخلصانه خدمت بوخت دي. اوسمهال د نوي تحصليي نصاب مطابق (د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو او حقوقي علومو) په څانګو کې د وخت او ټولنې اړتياوو ته په کتو، د هېواد د سياسي، اداري، حقوقي، عدلي او قضايي ارګانونو لپاره متخصص، علمي او کاري کادرونه روزي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کوي. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر دې دمه ټول (۲۶) دورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي چې د ټولو فارغ شويو شمېر (۲۴۴۶) تنو ته رسيږي. اوس مهال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په سهارنۍ دوره کې ټول (۴۷۰) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي اسانتياوې (منابع)
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د محصلينو د علمي سويې د لوړونې او علمي معتبرو سرچينو ته د لاس رسۍ په موخه لاندې آسانتياوې لري:
مجرب استادان
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په بېلابېلو علمي رتبو کې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د لوړو زده کړو لرونکي علمي کادرونه لري، چې په مسلکي پوهې او علمي مهارتونو سمبال دي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د (۱۴۰۵) تحصيلي کال د استادانو شمېرنه ( احصايه)
|
ډيپارټمنټ نوم |
د تحصيل درجه |
علمي رتبې |
مجموعه |
|||||||
|
داکتر |
ماستر |
لسانس |
پوهاند |
پوهنوال |
پوهندوی |
پوهنمل |
پوهنيار |
نامزد پوهنيار |
||
|
خصوصي حقوق |
۱ |
۷ |
۰ |
۳ |
۰ |
۱ |
۲ |
۱ |
۱ |
۸ |
|
عامه حقوق |
۱ |
۳ |
۰ |
۲ |
۰ |
۱ |
۰ |
۰ |
۱ |
۴ |
|
جزا حقوق |
۰ |
۴ |
۰ |
۲ |
۰ |
۱ |
۰ |
۱ |
۰ |
۴ |
|
نړيوالې اړيکې |
۰ |
۷ |
۰ |
۲ |
۰ |
۱ |
۳ |
۱ |
۰ |
۷ |
|
مجموعه |
۲ |
۲۱ |
۰ |
۹ |
۰ |
۴ |
۴ |
۳ |
۲ |
۲۳ |
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
|
کتابتون
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو استادانو او محصلینو د علمي فعاليتونو لپاره يو مجهز کتابتون لري، چې ۱۵۰۰۰ کتابونه، علمي مجلي، ورځپانې او نور چاپي آثار پکې شتون لری. په دغو آثارو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د دواړو علمي څانګو اړونده کتابونه پکې په کافي اندازه شتون لري، چې ياد کتابونه ټول په ډيټابيس کې انټری شوي او په مشخصو شيو الماريو کې ځای پرځای شوي دی.
د عملي حقوقي زده کړو په موخه حقوقي کلينيک
د نظري زده کړو ترڅنګ د محصلينو د عملي زده کړو او د هغوی د مهارتونو د لوړولو لپاره د پوهنځي په تشکيل کې حقوقي کلينيک شتون لري. اوسمهال ياد حقوقي کلينيک د يو منظم پلان له مخې د محصلينو د عملي زده کړو په برخه کې فعاليت لري.
مجهز کمپيوټر ليب
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د خپلو محصلينو د علمي فعالیتونو لپاره د انلاين منابعو د ترلاسه کولو په پار مجهز او په انټرنيټ سنبال کمپيوټر ليب لري.