دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اړه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۷۲ل کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد او سيمې د اړتيا پر بنسټ تاسيس شو. د تاسيس له نېټې را پدې خوا يې د بېلابېلو پړاوونو په طی کولو سره تر دې مهاله د قضاء او څارنوالۍ، ادارې او دپلوماسۍ په برخو کې ۲۵ دورې مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې شمېر یې ۲۵۰۰ تنو ته رسېږي. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سهارنۍ برنامې ترڅنګ د شپې پوهنځي برنامه هم لري، چې ۱۳۹۲ لمریز کال کې پيل شوې او تر دې مهاله یې پنځه دورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي. همدارنګه د حقوقي او سياسي علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د قضاء او څارنوالۍ د ماسترۍ برنامه لري، چې تر دې مهاله یې اته دورې فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي او دم ګړۍ پکې د هېواد د دولتي او نادولتي پوهنتونونو استادان او آزاد داوطلبان محصلین د ماسترۍ پر زده کړو بوخت دي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د لیسانس، ماسترۍ او شپې برنامې په پروګرامونو کې ۴۷۳ تنه محصلین په زده کړو بوخت دي، چې د تدریس چارې یې د ۲۱ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.