دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اړه
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۷۲هـ ش کال کې د ننګرهار حقوقو او سیاسي علومو پوهنخي په چوکاټ کې د هېواد او سيمې د اړتيا پر بنسټ تاسيس شو. د تاسيس له نېټې را پدې خوا يې د بېلابېلو پړاوونو په طی کولو سره تر دې مهاله د قضاء او څارنوالۍ، ادارې او دپلوماسي په برخو کې ۲۶ دورې مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. پوهنځي فی الحال د ۲۰ تنو په شااوخوا کې د دوکتورا او ماسترۍ تر کچې علمي کادرونه لري چې ټولنې ته دپوهنخي په چوکاټ کې په مخلصانه خدمت بوخت دي.
د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر دې دمه ټول (۲۶) دورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي چې د ټولو فارغ شويو شمېر (۲۴۴۶) تنو ته رسيږي. اوس مهال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په سهارنۍ دوره کې ټول (۴۷۰) تنه محصلين په زده کړو بوخت دي. چې د پورته محصلينو له جملې څخه (۱۳۰) تنو په شاوخوا کې محصلين ليليه لري او (۱۵۰) تنه نور بدل اعاشه اخلي.
د شپې پوهنځي پروګرام: چې ۱۳۹۲ لمریز کال کې پيل شوی او تر ۱۰۰۰ زیات محصلين پکې جذب شوي، تر دې مهاله یې شپږ دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي.
د ماسټرۍ پروګرام: چې په ١٣٩٢ل کال کې پيل شوی، تر دې مهاله یې نهه دورې فارغان ټولنې وړاندې کړي او دم ګړۍ پکې د هیواد د دولتي او نادولتي حقوقو او سیاسي علومو پوهنخيونو استادان او آزاد داوطلبان محصلین د ماسترۍ پر زده کړو بوخت دي.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اداره په دې هڅه کې ده چې د پوهنځی په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۴۰۱- ۱۴۰۵) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.