تاریخچه

د ساينس پوهنځي لنډه تاريخچه

دا چې زمونږ په ګران هېواد کې صنایع د نسبي انکشاف په حالت کې قرار لري او همدارنګه  په معارف کې د شاګردانو زیاتوالی او د مسلکي استادانو کمښت ددې باعث ګرځېدلی، چې د ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون  په چوکات کې ایجاد شي؛  نو په همدې اساس  ساینس پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې تأسیس شوی، چې د ریاضي– فزیک او کېمیا– بیولوژي ډیپارتمنتونو په لرلو سره يې په فعالیت پیل وکړ، چې په ۱۳۹۴ کال کې یې خپل لومړني فارغان د ليسانس په سویه په یادو څانګو کې ټولنې ته وړاندې کړل. د یاد پوهنځي اکاډمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کې تغیر وموند، په پروګرامونو کې یې اصلاحات رامنځته شول او پروګرامونو یې اختصاصي شکل غوره کړ، چې اوس مهال د ریاضي، فزیک، کېمیا، بیولوژۍ او معادن دیپارتمنتونو لرونکی دی. د یاد پوهنځي د دیپارتمنتونو په درسي پروګرامونوکې اساسي، اختصاصي، فرعي او پوهنتون شموله مضامین شامل دي. یاد پوهنځی دولس کمېټې (د کیفیت د تضمین او لوړونې، کریکولم، ریسرچ، نظم– دسپلین، نشراتو، امتحاناتو او شکایاتو، الکترونیکي زده کړو، مالي او د بورسونو، ...) لري.  همدارنګه په یاد پوهنځي کې د کریډیت په سیستم تدریسي پروګرامونه پر مخ وړل کېږي. د ساینس په پوهنځي د المان هېواد د وردز بورګ پوهنتون د DAAD  موسسې په مالي مرسته مجهز لابراتوارونه او کتابتون جوړ شوی، چې د پوهنځي استادان او محصلان ورڅخه ګټه اخلي. د پوهنځي وداني د پاکستان اسلامي جمهوريت په مالی مرسته جوړه شوې، چې یوه معیاري وداني ده او په کافي اندازه تدریسي او اداري خونې لري. اوس مهال په دغه پوهنځي  کې ۵ دیپارتمنتونه فعال او استادان يې په بېلابېلو څانګو کې تدريس کوي او خپل علمي فعاليتونه پر مخ وړي. اوس مهال په دې پوهنځي کې (۱۴۲۷) تنه محصلان، چې نږدې (۲۳۶) تنه یې ښځینه دي، په زده کړو بوخت دي، چې د هر تحصیلي کال په پای کې شاوخوا (۲۰۰-۳۰۰) تنه محصلان فارغ او ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو محصلینو د نوم ليکنې او شاملېدنې شمېر په هر کال کې (۷۰۰ -۶۰۰) تنو ته رسېږي، چې دا لړۍ نوره هم د زیاتېدو په حال کې ده.

لر ليد Vision

ساينس پوهنځی هوډ لري، چې په ساينسي علومو کې د نړيوالو او سيمه ييزو معيارونو په پام کې نيولو سره د کادرونو د روزنې، د څېړنو، ليکنو، د علم او ټکنالوژۍ انکشاف د خپرونې او د پلي کولو له لارې د اغېزمن او تلپاتې ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او سوکالي رامنځته کړي. 

ماموريت Mission

ساينس پوهنځی دې ته ژمن دی، چې د هېواد د بيا رغونې او انکشاف  لپاره په علمي کچه کادرونه ټولنې او سيمې ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت لپاره وړاندې کړي. همدارنګه نوي پرمختګونه او څېړنې تر سره کړي او د يو علمي ماحول په برابرولو کې خپله ونډه  واخلي.