د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په انلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
یاد سيمینار چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې او ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو ترتیب شوی و، د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد پوهنمل احمد جمیل پوپلزي له خوا وړاندې شو.
په دې سيمینار کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد، ژورنالېزم او ارتباطاتو او کمپیوټر ساینس پوهنځیو د څلورمو ټولګیو ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.
د سیمینار په ترڅ کې په انلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو پر اهمیت، د محصولاتو او خدمتونو په پېژندنه کې د هغو په رول، د سوداګریزو موخو د ترلاسه کولو لپاره د ډیجیټلي رسنیو په ګټو او استفادې بحث وشو.
د سيمینار ارایه کوونکي استاد کاروبار ته د انلاین رسنیو له طریقه د مشتریانو جلبولو، تر خلکو د سوداګریزو اعلانونو اغېزناک لېږد او د بازار موندنې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ نقش او اړتیا اړوند معلومات ارایه او د سيمینار موضوع یې په تفصیلي توګه تشریح کړه.
په پای کې د محصلینو له لوري د موضوع په تړاو پوښتنې وشوې، چې استاد ورته ځوابونه ورکړل.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت
