قراردادي خبرتیا!
د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون کرنې او وترنري علومو پوهنځیو د تحقیقاتي فارمونو لپاره د اړتیا وړ لوازمو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلب شرکتونه دې د ټاکل شوې شرطپاڼې کاپي د ننګرهار پوهنتون تدارکاتو امریت څخه چې د جلال اباد ښار په اوومه ناحیه، کابل – جلال اباد لویې لارې درونټې سیمه کې موقعیت لري ترلاسه کړي.
د داوطلبۍ غونډه کې ګډون کوونکي دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د لسو (۱۰) کاري ورځو په موده کې خپل وړاندیز (آفر) د شرطپاڼې، تدارکاتو قانون او نافذو طرزالعملونو له شرایطو سره سم مهر او بند (سربسته) د ننګرهار پوهنتون د تدارکاتو امریت ته وسپاري.
یادښت:
- د وړاندیزونو (آفرونو) د پرانیستې غونډه به د اعلان خپرېدو له نېټې وروسته په یوولسمه (۱۱مه) کاري ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام د غونډو په تالار کې ترسره شي.
- هغه وړاندیزونه (آفرونه) چې له ټاکلې نېټې وروسته ورسېږي یا د انټرنېټ له لارې استول شوي وي، د منلو وړ نه دي.
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره
