دملی اقتصاد څانګې څېړنې او علمي فعاليتونه

د ملي اقتصاد څانګې د علمي کادر غړي د درسي مکلفيتونو تر څنګ د څيړنو او علمي فعاليتونو په برخه کې هم فعاله ونډه لري. د يادونې وړ ده چې د يادې څانګې استادانو خپلې علمي څيړنيزې مقالې په داخلي او نړيوالو ژورنالونو کې نشر کړې دي. په همدې ترتيب سره د څانګې علمي کادر غړو په علمي کنفرانسونو کې هم برخه اخيستې ده. د دې تر څنګ د څانګې امر پوهاند حمد الله نظامي د (لوی اقتصاد، نړیوال اقتصاد، مصارفو سنجش ، اقتصادي نظریاتو تاریخ او د وزګارتیا،ستونزې او حللارې ) کتابونه هم ليکلی دی چې د ملي اقتصاد څانګې تر څنګ ورڅخه د اقتصاد پوهنځي په نورو څانګو کې هم د درسي کتاب په توګه استفاده کيږي.

د څانګې امکانات او اسانتياوې

  1. مجهزې درسي خونې
  2. کتابتون
  3. کمپيوټر ليب
  4. انټرنيت

د څانګې لاسته راوړنې

  1. د سلګونه  محصلينو فراغت چې ډېری يې د هيواد په بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو کې د هيوادوالو په خدمت کې بوخت دي.
  2. علمي څيړنیزې مقالې
  3. د کتابونو تاليف

User account menu