د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استادانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره غونډه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۷
picture

یاده غونډه، چې د شرعیاتو پوهنځي د امام ابو حنیفه رح د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون رهبرۍ سربېره په کې د یاد پوهنځي مسؤلینو او د ټولو څانګو استادانو برخه لرله، چې پر مهال یې د شرعیاتو پوهنځي اړوند موضوعاتو، د تدریسي بهیر د پرمختګ او اسلامي زده کړو په برخه کې د اغېزمنو پلانونو تطبیقولو په اړه بحث او خبرې وشوې. 
د غونډې پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د خپلې وینا پر مهال په اسلامي علومو او دیني مسایلو کې محصلینو ته د اساسي پوهې انتقال، د هغوی صورت او سیرت اصلاح کولو او په لوړه اسلامي روحیه د محصلینو په روزنه ټینګار وکړ.
نوموړي استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د استادۍ سپېڅلي مسلک د ټولو اصولو او معیارونو په پام کې نیولو سره د خپل مسلمان ملت د بچیانو په روزنه کې پوره اخلاص وکړي، تر څو په راتلونکي کې مسلکي، متخصص، اسلامي ارزښتونو ته قایل، مذهبي او فکري کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
د شرعیاتو پوهنځي د استادانو په استازیتوب د یاد پوهنځي رئیس پوهاند سید محبوب شاه هاشمي د لوړو زده کړو سرپرست وزیر صاحب ته په ذکر شویو برخو کې د عاجلو اجرااتو او اقداماتو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

قراردادي خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي چې د ننګرهار پوهنتون د اړتیا وړ ۱۰ قلمه ای ټي (IT) لوازمو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د کاري حقونو او اصولو په اړه  معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت د دې پوهنتون سلګونو تنو محصلینو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد مصطفی نیازي له خوا ارایه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې درې اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د بدني روزنې عمومي مدیریت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو ۱۴ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د یادو. . .

BACK TO NEWS

User account menu