لرليد،مأموریت او موخې

لرليد

ننګرهار پوهنتون غواړي د اغېزناکې رهبرۍ او تخصصي بشري ځواک په لرلو د ټولنې اړتیاوو سره سم، د معیاري تحصیلي خدماتو او علمي څېړنو په ترسره کولو د علم تولید او د هېواد هر اړخیزې دوامدارې پرمختیا په برخه کې د سیمې په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.

ماموريت

ننګرهار پوهنتون د علم تولید، معياري علمي څېړنې او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمن کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت ګڼي، په دې توګه د هېواد په هر اړخیز ثبات او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.

ارزښتونه

اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی

رښتینولي

کاري ژمنتيا او پر مسلکیتوب باور

نوښت

کیفیت

احترام او مسلکي چال چلن

د چارو روڼتيا او حساب ورکول

 

User account menu