د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د محصلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۹
picture

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په داسې حال کې، چې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي یې ملتیا کوله، د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د محصلینو لسګونه تنو استازو سره غونډه وکړه او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل. 
د محصلینو استازو په خپلو خبرو کې د عملي زده کړو، علمي سیرونو، لوی تالار جوړېدو، د لابراتوارونو او کمپیوټر لیبونو تجهیزولو، تدریسي ودانیو او د سپورتي لوبغالو جوړېدو غوښتنه وکړه.
سرپرست وزیر د محصلینو استازو ته د وینا پر مهال هغوی خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل او زیاته یې کړه، چې خپل وخت قیمتي وګڼي، د مسلکي زده کړو تر څنګ خپله دیني پوهه لوړه کړي او خپل وخت په بېهوده چارو کې مصرف نه کړي.
نوموړي همدا راز د پوهنتون د روان تدریسي بهیر د کمیت او کیفیت په اړه له محصلینو پوښتنې وکړې او هغوی ته یې د اړینو او لازمو درسي امکاناتو برابرولو وعده ورکړه. 
په ورته مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې ددې ولایت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو او استازو سره غونډه وکړه او هغوی ته یې د غوره او معیاري تحصیلي خدمتونو د ارایې سپارښتنه وکړه.
نوموړي همدا راز د یادو تحصیلي بنسټونو د مسؤلینو ستونزې او پېشنهادونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مزایدې له لارې د نارنجانو د پلور خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اداره په پام کې لري، چې د پوهنتون اړوندو باغونو د نارنجانو حاصل د مزایدې له لارې وپلوري.
هغه شرکتونه او اشخاص چې غواړي د یادو باغونو د حاصلاتو د مزایدې او داوطلبۍ په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د انلاین او حضوري زده کړو لپاره د معیاري پرېزنټېشن جوړولو دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د علمي معاونیت اړوند د الکترونیکي زده کړو کمېټې له خوا د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د څوارلس ګونو پوهنځیو لسګونه تنو استادانو ته پیل شو.

د ورکشاپ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

BACK TO NEWS

User account menu