ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور ازموینې بهیر پیل شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۰:۳۲
image

 

یاده ازموینه، چې درې ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولایت د دولسمو ټولګیو د څه دپاسه ۹ زرو تنو فارغانو څخه به په کې ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د تلې په ۱۴ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي غړو او مسؤلینو برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور نننۍ ازموينه، چې درې ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولایت د دولسمو ټولګیو د ۹۲۰۳ تنو فارغانو څخه په کې ازموینه واخیستل شي.

نوموړي وويل: د کانکور ازموينه په ۳ حوزو کې د ازموينو ملي ادارې او ننګرهار پوهنتون د ۱۰۰ تنو استاذانو له خوا اخيستل کېږي.

پوهاند بهسودوال زیاته کړه، چې د پوهنتون ادارې د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د ازموینې د روڼتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته یې په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه کړې ده.

د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر او د یادې ادارې د پوښتنپاڼو بانک رئیس پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید د کانکور ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال سید محمد قاسم هاشمي په ملتیا د ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د کانکور ازموينې بهير به راتلونکې دوه ورځې ( جمعه او شنبه) چې د تلې د (۱۵-۱۶) نېټې سره برابره ده، نور هم دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu