د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د دویم سمستر درسونه به د سنبلې په ۱ نېټه پیل شي.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۸:۴۳
image

 

یاده پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د لېږل شوې طرحې له مخې د ننګرهار پوهنتون د اداري، تقرر او انفکاک مجلسونو په هغه غونډه کې وشوه، چې د اسد په ۲۹مه نېټه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شول.

په نوموړو کاري ناستو کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او ځینو اداري امرینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د پوهنځیو رئیسانو او نورو اړوندو مسؤلینو ته د درسونو د پیل لپاره د بشپړ چمتووالي او اړینو تدابیرو نیولو سپارښتنه وکړه.

نوموړي د مجلس برخوالو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د تدریسي بهیر مهال وېش او حاضرۍ جوړې او همدارنګه د درسي خونو، لیلیو، برېښنا او نورو اړینو وسایلو د چمتووالي په برخه کې عاجل اقدامات ترسره کړي، چې د هغوی له خوا ورته د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د مجلس په دویمه برخه کې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د تېر اداري مجلس د پرېکړو له مخې د ترسره شویو اجرااتو ګزارش وړاندې کړ او د پوهنځیو له مسؤلینو یې د تېرې ربعې د فعالیتونو د راپور شریکولو غوښتنه وکړه.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد د HEMIS په انلاین سیستم کې د محصلینو، استادانو او کریکولم اړوند ټولو موادو د ځای پر ځای کولو او په یاده برخه کې د تدریسي او اجرائیه مدیرانو تر څنګ د استادانو په فعالې ونډې اخیستلو تاکید وکړ.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، نورستان او الفلاح پوهنتونونو د تقرر، مجدد تقرر او انفکاک ۷ کیسونو او نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS