د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مديرانو ددې پوهنتون له مشرتابه سره نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۸:۱۷
iamge

 

د ننګرهار پوهنتون د ۱۳ ګونو پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مدیرانو د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد سره د چارو د ښه والي او همغږۍ په موخه نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د استادانو او محصلانو چارو، محصلانو خدمتونو انسجام، معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون، بدني روزنې او حقوقي کلینیک آمرینو هم په کې برخه لرله، د پوهنتون مشرتابه د قوانینو، لوایحو او مقرراتو په رڼا کې په خپل وخت د چارو د ترسره کولو، مراجعینو سره د نېک چلند، فساد مخنیوي او اړوندو چارو د لاښه والي او چټکتیا په اړه جدي لارښوونې وکړې.

پوهاند بهسودوال د غونډې برخوالو ته هدایت وکړ، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت او د پوهنتون ادارې له پرېکړې سره سم د محصلینو، استادانو او کریکولم اړوند ټول مواد باید په سافټ بڼه د HEMIS په انلاین سیستم کې ځای پر ځای کړي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار طیب الله زاهد د خپلې وینا پر مهال تدریسي او اجرائیه مدیران او د محصلانو چارو اړوند نور شعبات خپل منځي همغږۍ ته راوبلل او د محصلینو او فارغانو د چارو په برخه کې یې له هغوی څخه د جدي کار او پر وخت اجرااتو غوښتنه وکړه.

پوهنیار زاهد د مجلس ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون ټولو محصلینو ته د هویت کارتونو د وېش، د کریډیټ سیستم په اړه د لازمو لارښوونو، په منظمه توګه د اسنادو ارشیف کولو او په خپل وخت د بدل اعاشې او نورو راپورونو ورکړې په برخه کې اړین ګامونه واخلي.

د مجلس په دویمه برخه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او کتابتون آمر سید اجمل نقشبندي HEMIS سیستم په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون مشرتابه د ګډونوالو آمرینو او مدیرانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل په برخه کې یې د اجرااتو او همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS