د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې د څلورمې دورې فارغانو د پروژو دفاع لړۍ پیل شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۸ - ۹:۴۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مسؤلينو په وينا، د ساينس پوهنځي له يادې څانګې په څلورمه دوره کې ۶۶ تنه فارغېږي.

په همدې مناسبت د ساينس پوهنځي تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د ساينس پوهنځي رئیس پوهنیار رفیع الله رفیع او د یاد پوهنځي استادانو او محصلينو په کې برخه لرله.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح وويل: افغانستان د کانونو او معدنونو له پلوه د سيمې په کچه غني هېواد دى، چې د استخراج لپاره يې مسلکي کادرونو ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون نن ورځ د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري مسلک کې ۶۶ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون اداره به د وخت اړتیاوو ته په کتلو به د یادې څانګې د پرمختګ او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د ساينس پوهنځي رئیس پوهنیار رفیع الله رفیع د غونډې نور ویناوال وو، چې په خپلو خبرو کې یې د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې پر ارزښت خبرې وکړې او په ياده برخه کې يې د لسګونو محصلينو فراغت ستره لاسته راوړنه وبلله.

نوموړو له فارغانو غوښتنه وکړه، چې خپل فراغت وروستى ونه ګڼي او په اړونده څانګه کې لا زياتې زده کړې وکړي، تر څو د هېواد د کانونو د استخراج په برخه کې شته تشه ډکه کړي.

د غونډې په دويمه برخه کې د محصلينو د ترسره کړیو تحقیقاتو د دفاع لړۍ پيل شوه، چې د هېواد د بېلابېلو سیمو د کانونو او قیمتي کاڼو د ارزښت، څرنګوالي او څومره والي، پروسس او استخراج د مواردو په اړه یې ترسره کړي وو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS