د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۷:۱۷
image

 

نوموړې غونډه، چې د محصلانو خدمتونو د انسجام په امریت کې جوړه شوې وه، په پیل کې د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د فرهنګي کمېټې مشر پوهنیار مبارز ځیرمن خبرې وکړې او هم یې د پوهنځیو له استازو د تېرو کړنو او فعالیتونو راپور واورېد.

د مجلس په دویمه برخه کې د کمېټې د غړو له خوا په یو شمېر موضوعاتو بحث وشو، چې د پوهنځیو له خوا د نویو راغلو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډو نیول، چې په ترڅ کې یې د پوهنتون او اړوند پوهنځي په اړه معلومات او همدارنګه د کریډیټ، نظم او دسپیلن، لیلیې او نورو لوایحو او مقرراتو په اړه محصلینو ته معلومات ورکړل شي؛ د تېر سمستر د ممتازو محصلینو ستایل، د چاپېریال ساتنې کمېټې سره په همغږۍ د پوهنځیو په کچه د پاککارۍ کمپاینونه ترسره کول او ځینې نور موضوعات په کې شامل وو، چې له بحث وروسته یې په اړه پرېکړې وشوې.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د محصلانو چارو د مرستیال او د کمېټې د غړو له خوا د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد او د فرهنګي کمېتې مسؤل پوهنمل شفیق الله رحماني ته د پوهنځي په کچه د ښو کړنو او فعالیتونو په اساس د غوره مقام اخیستلو مبارکي وویله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu