د ننګرهار پوهنتون د کرنې او ساینس پوهنځیو نوي تدریسي مدیران د یادو پوهنځیو منسوبینو ته ور وپېژندل شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۹:۳۰
image

 

ریحان الله تسل د کرنې او سمیع الحق ایثار د ساینس پوهنځيو د نويو تدریسي عمومي مدیرانو په توګه د دلوې په ۲۸مه نېټه د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د بشري سرچینو آمر حسین احمد سمندر له خوا رسماً د یادو پوهنځیو منسوبينو ته ور وپېژندل شول.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د مخکېنیو تدریسي مدیرانو د ترسره کړيو خدمتونو یادونه وکړه او د ستاینې تر څنګ یې نوموړو ته د الله تعالی له درباره د اجر غوښتنه وکړه.

پوهنوال هاشمي د کرنې پوهنځي نوی تدریسي مدیر وړ او په کار پوه ځوان کادر یاد کړ، چې په وینا یې، له دې وړاندې هم د کرنې پوهنځي سره د تدریس په برخه کې همکار ؤ، چې د نوي تقرر سره به يې د پوهنځي تدریسي مدیریت چارې هم منظمې شي.

نوموړي دغه راز د ساینس پوهنځي تدریسي مدیر ښاغلي ایثار ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم یې ورته د سپارل شوې دندې د ترسراوي سپارښتنه وکړه.

د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دکتور رشاد احمد شېرزاد او د ساینس پوهنځي رئیس پوهنیار رفیع الله رفیع د خپلو ویناوو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه مننه وکړه، چې پر وخت یې د تدریسي مدیرانو په ټاکل کېدو کې اقدام وکړ او نویو ټاکل شویو مدیرانو ته یې د اړوندو چارو د ترسراوي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu