د عبدالرحیمزیو قوم پېژندنې کتاب چاپ شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۸:۵۵
image

 

نوموړی کتاب د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د څلورم کال محصل فیض الله عبدالرحیمزي او د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د استاد پوهندوی وحیدالله عبدالرحیمزي له خوا په ګډه لیکل شوی، چې د عبدالرحیمزیو قوم د شجرې، اړوندو خېلونو او شخصیتونو په اړه په کې په تفصیل سره بحث او څېړنه شوې ده.

(د عبدالرحیمزیو پېژندنه) کتاب درې ټوکه د کتاب د لیکوال فیض الله عبدالرحیمزي له خوا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ته په داسې حال کې وسپارل شول، چې د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس د نوموړي کتاب چاپ د پښتون قوم د تاریخ او ادب په برخه کې یوه غوره زیاتونه وبلله او د ښاغلي عبدالرحیمزي څخه د مننې تر څنګ یې د نوموړي یاده هڅه د پوهنتوني ډالۍ په ورکړې سره تقدیر کړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu