د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د پېژندنې غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۳۰ - ۹:۵۵
image

 

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل محمد شاکر وحیدي د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او ځینو اداري آمرینو سره لیدنه وکړه او د پوهنتون په اړوندو مسایلو یې بحث او خبرې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د پوهنتون د اکاډمیکو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل: ننګرهار پوهنتون د ۱۳ پوهنځیو، ۷۷ څانګو، ۱۵ زره تنو محصلینو، ۹۵۰ تنو استاذانو او اداري کارکوونکو، د لیسانس او شپې پوهنځیو پروګرامونو سربېره د ماسترۍ او دکتورا د ۶ برنامو، ۶ علمي مجلو، علمي او تحقیقاتي مرکزونو په لرلو سره د هېواد په کچه دویم ستر علمي او اکاډميک مرکز دى، چې په تېر ۵۸ کلن عمر کې يې څه دپاسه ۳۵ زره تنه علمي او مسلکي کادرونه د ليسانس، ماستر او ډاکټر په سويه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي او لا هم په پوره ژمنتیا پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

نوموړي زياته کړه: پوهنتون د یادو لاسته راوړنو سره سره یو شمېر ستونزې هم لري، چې د علمي کادر بستونو کموالى، د بوديجې کمښت، د پوهنتون د ٦٤ هکټاره ځمکې استملاک او د درسي خونو او ودانيو کموالى هغه څه دي، چې د دې پوهنتون د لا زیات پرمختګ مخه يې ډب کړې ده.

د پوهنتون رئيس د افغانستان د اسلامي امارت له خوا په سوله ییز ډول د واک د ترلاسه کولو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې یاد اوښتون به په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې او پرمختګ سبب وګرځي.

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو کمېسون د ننګرهار ولایت مسؤل محمد شاکر وحیدي ننګرهار پوهنتون له کابل وروسته دويم ستر پوهنتون وباله او په دې وروستيو کې يې د نوموړي پوهنتون د علمي پرمختګ او لاسته راوړنو په اړه د خوښۍ څرګندونه وکړه.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او استادانو ته ډاډ ورکړ، چې د پخوا په څېر دې خپلو دندو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، چې د پوهنتونونو د پیل په اړه د امارت د مشرانو پرېکړې ته په تمه یو.

ښاغلي وحیدي وویل، چې د حالاتو تر سمېدو وروسته به د ننګرهار پوهنتون ستونزې د لوړو زده کړو د مرکزي کمېسون له مشرانو او اړوندو ادارو سره مطرح کړي او د حل په موخه به يې لازم اجراات ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS