د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ودانۍ له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۱۰:۴۸
image

 

یاده وداني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څه دپاسه ۸۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په ۱۸۵۰ متر مربع ساحه کې په درې پوړونو کې جوړه شوې، چې ۶۰ اداري او تدریسي خونې، دوه د غونډو هالونه او نور ملحقات لري.

یاده وداني د غبرګولي په ۶ مه نېټه د جمهور رئیس، لوړو زده کړو وزیر او د کابیني د یو شمېر نورو غړو د پر لیکه حضور پر مهال د ولسمشر د ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل، د ولایت د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنوال ببرک میاخېل، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د ولایتي ادارې او پوهنتون د ځینو نورو مسؤلینو، استادانو او محصلینو له لوري د یوې سترې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

غونډې ته د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ودانۍ په جوړېدو او پرانیسته د خوښۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه، چې یاده وداني به د اقتصاد پوهنځي د تدریسي بهیر او علمي پروګرامونو د پراختیا په برخه کې ډېره اغېزمنه تمامه شي.

پوهاند بهسودوال د ټولو هغه مسؤلینو مننه وکړه، چې د دې پروژې په منظورېدو او تطبیق کې یې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې او د اقتصاد پوهنځي د رئیس پوهنوال محمد زبیر نورمل یې ځانګړې مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې د ودانۍ چارې د بشپړتیا تر بریده ورسېدې.

د پوهنتون رئیس د اقتصاد پوهنځي مسؤلینو او محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ودانۍ په ساتنه او همدارنګه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي.

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د یادې ودانۍ د جوړیدو له امله زده کړیالانو او پوهنتون ادارې ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، چې هیله من دی، چې د پوهنتون پاتې پوهنځي هم معیاري ودانۍ ولري او په دې برخه کې د پوهنتون شته ستونزې هوارې شي.

نوموړي د ولسمشر څخه مننه وکړه، چې ننګرهار ته یې د ابادۍ او نورو برخو کې ځآنګړې پاملرنه شته، همدا راز یې له استادانو او محصلینو غوښتنه وکړه، چې د سولې لپاره کار وکړي او پرېنږدي، چې تپل شوې بدمرغه جګړه د ګران هېواد د ابادۍ او سوکالۍ چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار د ځمکو او ښار جوړونې رئيس انجنیر محمد صادق دولتزي خبرې وکړې او د نوموړې ودانۍ په اړه یې معلومات د غونډې له برخوالو سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu