د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۳۴
image

 

په نوموړي کاري مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، اداري، تقرر او ترفیعاتو، د محصلینو د عرایضو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د کانکور ازموینې د بریالۍ اخیستنې، د کرونا ناروغۍ په اړه د احتیاطي تدابیرو نیولو، د کرنې په پوهنځي کې د شیشه یي شنې خونې یا ګلاس هاوس جوړېدلو او د دویم سمستر د پیل لپاره د اړین چمتووالي په اړه د مجلس له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او هم یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د ازموینو کمېټې راپور او د پوهنتون د کریکولم کمېټې مشر پوهنمل هجرت الله صافي د کریکولم د تطبیق په اړه ترتیب کړی پریزنټیشن د شورا له غړو سره شریک کړ.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان، نورستان او هلمند پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د علمي ترفیعاتو ۱۷، د تقرر ۵، ارتقاء ۱ او د رتبې تثبیت ۴ کیسونو، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي څانګه کې د شپې پروګرام ایجاد او د يو شمېر نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu