ننګرهار پوهنتون سره د کتابونو مرسته وشوه

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۲:۵۲
IMAGE

 

د سراج الاخبار د علمي، ادبي او سیاسي خپرونې د لومړي کال مطالب، چې د هېواد د پیاوړي ژورنالېست داود جنبش له خوا راټول او په کتابي بڼه چاپ شوي، د ښاغلي جنبش د ورور او د ولسمشر د سلاکار حاجي اجمل ساپي له خوا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ته وسپارل شول.

پوهاند بهسودوال د سراج الاخبار د تاریخي خپرونې د مطالبو راټولول او چاپ پر ځای ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د نوموړي ارزښتمن اثر چاپ زمونږ د ویاړمنې ماضي له حال سره تړل دي او ځوان نسل مو د سل کاله مخکېنيو حالاتو سره اشنا کوي. نوموړي د ښاغلي ساپي مننه وکړه، چې نوموړی ارزښتمن اثر یې ننګرهار پوهنتون ته ډالۍ کړ.

همدا راز د پشه يي- پښتو قاموس، چې د ارواښاد پوهندوی نور محمد غمجن تمیل له خوا په ۱۳۵۰ لمریز کال لیکل شوی او تازه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بهیقي کتاب خپرولو ریاست له خوا چاپ شوی، د ارواښاد غمجن د کورنۍ په استازۍ د ښاغلي همت سلطاني له خوا د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شو.

د پوهنتون رئیس اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد کتابونه د پوهنتون په عمومي کتابتون کې ځای پر ځای کړي، چې استادان او محصلین ترې ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS