ننګرهار پوهنتون کې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک میلاد د علمي سيمینار په ترڅ کې ونمانځل شو

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۰:۴۷
image

 

یاد علمي سیمینار د شرعیاتو پوهنځي فرهنګي کمېټې په نوښت جوړ شوی ؤ، چې د پوهنتون د مشرتابه سربېره په کې د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او محصلانو برخه لرله.

د سیمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مبارک ژوند او شخصیت د مسلمانانو او ټول انسانیت لپاره رحمت او غوره الګو او مثال یاد کړ، چې په وینا یې، که په لارښوونو یې عمل وشي، بشریت به د شته ټولو ناخوالو خلاص او د سعادت او نېکمرغۍ لوړو پوړیو ته ورسي.

پوهاند بهسودوال د شرعیاتو پوهنځي او د یاد پوهنځي د فرهنګي کمېټې له رهبرۍ مننه وکړه، چې نوموړي سیمینار ته یې زمینه برابره کړه او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې د ورته نورو علمي پروګرامونو په جوړولو سره د بشریت د ستر ناجي (صلی الله علیه وسلم) د ژوند بېلابېلې خواوې له محصلینو او ځوانانو سره شریکې کړي.

د سیمینار په دویمه برخه کې د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب او د یاد پوهنځي نورو استادانو پوهاند دوکتور دل آقا وقار، پوهنوال نصیر احمد محب، پوهندوی دوکتور نقیب جان او پوهنیار احسان الله ناصح د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند او شخصیت په اړه ترتیب کړي پریزنټیشنونه او ویناوې وړاندې کړې او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu