د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
انځور

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د فراغت مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو، استادانو، د پښتو ژبې او ادب برخې نومیالیو شخصیتونو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.

د غونډې ښه راغلاست وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د فارغو ماسترانو د علمي او تحقیقاتي کوښښونو ستاینه وکړه، د هغوی کورنیو ته یې مبارکۍ وویله او زیاته یې کړه، چې ماستري د سترو علمي مسؤلیتونو پیل دی؛ نو فارغان باید له فراغت وروسته هم د مطالعې، څېړنې او علمي لاسته راوړنو سلسله جاري وساتي او اغېزناک مسلکي خدمتونه ترسره کړي.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ماسترۍ برنامو څخه د ځوانانو په فراغت خوښي وښوده، یاد ځوانان یې د افغانستان علمي سرمایه وبلله او فارغو ماسترانو ته یې سپارښتنه وکړه،  چې په اخلاص سره مسلکي او تخصصي فعالیتونه ترسره کړي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي او نوموتي څېړونکي استاد محمد اصف صمیم غونډې ته په وینا کې د پښتو ژبې او ادب د اوسنۍ علمي ودې، شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې او لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ماسترۍ دورې فارغان باید د ژبې او ادب په ډګر کې د نویو څېړنو، اثارو تالیف او کره‌کتنې لړۍ لا پیاوړې او پښتو ژبه بډایه کړي.

غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکولو او دعا سره پای ته ورسېده.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu