د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.
د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې د فراغت مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني، د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مسؤلینو، استادانو، د پښتو ژبې او ادب برخې نومیالیو شخصیتونو او د فارغانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.
د غونډې ښه راغلاست وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د فارغو ماسترانو د علمي او تحقیقاتي کوښښونو ستاینه وکړه، د هغوی کورنیو ته یې مبارکۍ وویله او زیاته یې کړه، چې ماستري د سترو علمي مسؤلیتونو پیل دی؛ نو فارغان باید له فراغت وروسته هم د مطالعې، څېړنې او علمي لاسته راوړنو سلسله جاري وساتي او اغېزناک مسلکي خدمتونه ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس شیخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ماسترۍ برنامو څخه د ځوانانو په فراغت خوښي وښوده، یاد ځوانان یې د افغانستان علمي سرمایه وبلله او فارغو ماسترانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په اخلاص سره مسلکي او تخصصي فعالیتونه ترسره کړي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي او نوموتي څېړونکي استاد محمد اصف صمیم غونډې ته په وینا کې د پښتو ژبې او ادب د اوسنۍ علمي ودې، شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې او لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه، چې د ماسترۍ دورې فارغان باید د ژبې او ادب په ډګر کې د نویو څېړنو، اثارو تالیف او کرهکتنې لړۍ لا پیاوړې او پښتو ژبه بډایه کړي.
غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکولو او دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
