په ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون مشرتابه سره د خپلمنځي همکاریو پیاوړتیا او زیاتوالي په موخه غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۲۴
picture

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو مرستیال، د پوهنځیو مسؤلینو او د بېلابېلو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رئیسانو او د علمي چارو مرستیالانو برخه لرله.
د غونډې پر مهال د خپلمنځي اکاډمیکو همکاریو زیاتوالي،د څېړنو او پرمختګ لپاره د ګډو پروژو پلي کولو، نصاب ښه والي، ورځنیو چارو کې د همغږۍ پیاوړتیا، د محصلینو مسلکي روزنې او تحصیلي چاروکیفیت لوړتیا څخه ګډې څارنې په اړه بحث او نظریات شریک شول.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د امارتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د همکاریو زیاتوالی د تحصیلي بهیر په ښه والي باندې تاثیر ګذاره یاد کړ او هغوی ته یې د مرستې او لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې (د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او اغېزې) تر سرلیک لاندې د ننګرهار پوهنتون له لوري جوړېدونکي ملي کنفرانس په اړه معلومات وړاندې کړل او په یاد کنفرانس کې یې د خصوصي تحصیلي بنسټونو مشورې، ګډون او همکاري اړینه وبلله.
د خصوصي پوهنتونو مسؤلینو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د حاکمېدو راهیسې په خصوصي  تحصیلي بنسټونو کې د رامنځ ته شویو پرمختګونو او  خپلو لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون له ملاتړ څخه یې مننه وکړه. 
د یادونې وړ ده، چې التقوی خصوصي پوهنتون (د افغانستان په دوامداره اقتصادي وده کې د کورني اقتصاد رول) او سپین غر لوړو زده کړو موسسه ( افغانستان کې روغتیايي سیستم او خدمتونو ته کتنه؛ ستونزې، فرصتونه او حل لارې) تر سرلیک لاندې نړیوال او ملي کنفرانسونه دایروي، چې په همدې موخه یې د مقالو لیکلو، راټولولو او کتلو برخه کې د ننګرهار پوهنتون له ترسره کړو همکاریو مننه او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu