د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۵۹
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د عقرب په۲ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر کیسونو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ټولو پوهنځیو له مسؤلینو او ډیپارټمنټونو امرینو مننه وکړه چې د پوهنتون په علمي برخه کې هلې ځلې کوي او ښې لاسته راوړنې لري.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د شورا له غړو سره د پوهنتون په علمي برخه کې د تېرې یوې میاشتې د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور شریک کړ، د پوهنتون استادانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونو په اړه معلومات وړاندې کړل، د نصاب تدوین اړوند یې د لوړو زده کړو وزارت سپارښتې شریکې کړې او د هغې په تعقیب یې د عاجلو اقداماتو ترسراوي باندې ټینګار وکړ.
د غونډې پر مهال د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي محصلینو ته د دایر شویو برنامو اړوند او د اداري او مالي چارو مرستیال مفتي نعمت الله اعزازي د پوهنتون علمي، اداري او تدریسي برخو کې چارو ښه ترسراوي په موخه د مالي منابعو او امکاناتو چمتو کولو په هکله معلومات وړاندې کړل.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان، بامیان، غور، سلام، سپین غر، خراسان او التقوی پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو ۹ او تقرر ۱۵ کیسونه مطرح کولو سربېره د بېلابېلو پوهنځیو اړوند یو لړ متفرقه مسایلو باندې بحثونه وشول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu