د ننګرهار پوهنتون د نړیوال ژورنال (NUIJB) علمي بورد خپله نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۹ - ۱۳:۲۸
Picture

په یاده کاري ناسته، کې چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال په مشرۍ ترسره شوه او د نړیوال ژورنال د علمي بورډ غړو په کې ګډون کړی و، د دویمې ګڼې ارزونې سربېره د ژورنال د چاپ، مالي امکاناتو برابرولو او بېلابېلو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د غونډې پر مهال پرېکړه وشوه، چې د پلجریزم  لپاره د سافټویر یوزر نوی او د یو بل استاد په واک کې ورکړل شي.
همدارنګه  د ژورنال د چاپ په پروسه کې د بهتروالي رامنځ ته کېدو او د مقالو د ارزونې بهیر د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کولو په اړه لازم نظریات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح اړونده برخه کې د بېلابېلو سپارښتنو تر څنګ د ژورنال په نویو ګڼو کې د علمي معیارونو په پیاوړتیا او د څېړنو کیفیت په لوړولو ټینګار وکړ.
د مجلس په پای کې پر یو لړ متفرقه موضوعاتو هم خبرې او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu