د ننګرهار پوهنتون د ازموینو مرکزي کمېټې ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۹:۳۶
picture

په نوموړې کاري ناسته کې د کمېټې د اړوندو موضوعاتو تر څنګ د نهايي ازموینو د راپورونو بیاکتنه او ارزونه ترسره شوه. 

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د ازموینو کمېټې د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې په راڼه او شفاف ډول واخیستل شوې.

نوموړي دغه راز د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د تېر سمستر ازموینو ورځني راپورونو بیاکتنه ترسره او بشپړ راپور یې د پوهنتون له رهبرۍ سره شریک کړي، تر څو د ازموینو مثبت او منفي نقاط په ګوته او د راتلونکي لپاره په یاده پروسه کې شته نیمګړتیاوې له منځه لاړې شي.   

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر او غړو استادانو د محصلانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې یاده چاره به په پوره روڼتیا ترسره او بشپړ راپور به یې د پوهنتون ادارې ته وسپاري. 

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu