ننګرهار پوهنتون کې د ۷ کادري بستونو لپاره له ۱۵ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۹:۳۲
picture

یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون د ګډ هیئت له خوا د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو د طب، انجنیري او ادبیاتو پوهنځیو د بېلابېلو څانګو لپاره واخیستل شوه. 

د علمي کادر بستونو یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا واخیستل شوه.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـ/ـولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي د مشر او د یاد وزارت د تقرر او انفکاک کارپوه نویدالله احمدي په ملتیا د ازموینې اخیستلو بهیر نه لیدنه او څارنه وکړه.

نوموړو په خپلو خبرو کې ګډونوالو کاندیدانو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې یې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu