د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د انجنیري پوهنځي لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۸:۵۸
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/ـیخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د علمي چارو مرستيال پوهندوى مـ/ـولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي یې ملتیا کوله، ددې پوهنتون د انجنیري پوهنځي د علمي او اداري چارو لیدنه او ارزونه وکړه.

د لیدنې پر مهال د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي او د څانګو د آمرینو له خوا د پوهنتون رهبرۍ ته د پوهنځي د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول.

پوهنمل ستانکزي د انجنیري پوهنځي ستونزې او وړاندیزونه هم د پوهنتون مشرتابه سره شریک کړل، چې د کادري او اداري بستونو کموالی، د لابراتوارونو تجهیز، د معیاري ودانۍ نه شتون، د محصلینو لپاره د عملي زده کړو د لا زیاتو فرصتونو برابرول په کې شامل وو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس او مرستیالانو د خپلو ویناوو پر مهال د انجنیري پوهنځي په علمي او تدریسي فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده، د چارو د لاښه والي په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. 

د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبري پلاوي د انجنیري پوهنځي د تدریسي او اجرائیه مدیریتونو، لابراتوارونو، صنفونو او نورو برخو نه لیدنه وکړه.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu