د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته د دیني او اصلاحي درسونو لړۍ دوام لري.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۵
Picture

یاد درسونه د دعوت او ارشاد آمریت له خوا ددې پوهنتون محصلینو، مامورینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د درسي او اداري مکلفیتونو تر څنګ په بېلابېلو وختونو کې ورکول کېږي.

په همدې سلسله کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د تېرې ورځې درس پر مهال د قرض ورکولو اجر او ثواب او نن د ایمان او عقیدې په اړه خبرې وشوې.

دغه راز هر سهار په اوه نیمو بجو د پوهنتون په جامع مسجد کې یادو کارکوونکو ته د قران عظیم الشان ترجمه هم کیږي، چې تر (آل عمران سورة) پورې تدریس شوی دی.

د دیني او اصلاحي درسونو یاده لړۍ د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مــ/ولوي مهربان شاه مدني او د یاد آمریت مرستیال مــ/ولوي نجیب الله ثاقب له خوا پر مخ وړل کیږي، چې پر مهال يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ویل کیږي.

سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu