د ننګرهار پوهنتون د نړیوال ژورنال علمي بورد غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۴:۵۴
picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د دې پوهنتون د رئیس شـ/ـیخ انعام الله مدني په مشرۍ ترسره شوه، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي په کې برخه لرله، د یاد ژورنال د کیفیت ښه والي، علمي او اداري چارو بهبود، د راتلونکې ګڼې د چاپ او پر لیکه کولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې. 

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/ـیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې پر مهال وویل: د خوښۍ ځای دی، چې ننګرهار پوهنتون د شپږو ملي علمي ژورنالونو سربېره د بایو ساینس په برخه کې د یوه نړیوال ژورنال د خپرولو ویاړ لري، چې په کور دننه یې ددې پوهنتون تر څنګ د هېواد د نورو پوهنتونونو استادانو د علمي مقالو چاپ ته زمینه برابره کړې ده. 

نوموړي د بورد غړو ته د نړیوالو معیارونو او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو سره سم د ژورنال د کیفیت ښه والي سپارښتنه وکړه.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې په خپل وخت د بورد د غونډو او د ژورنال د چاپ او پر لیکه کولو، د نورو هېوادونو د علمي کادرونو مقالو منلو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لارښوونې وکړې، چې د بورد د غړو له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو. 

د مجلس په وروستۍ برخه کې د بورد د غړو له خوا د تېرو فعالیتونو راپور د پوهنتون د مشرتابه سره شریک شو او همدارنګه د ژورنال د تمدید، کره کتونکو شمېر زیاتوالي، راغلو مقالو او نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu