د ننګرهار پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې به راتلونکې سه شنبه د جوزا په لومړۍ نېټه پيل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۲:۱۸
Picture

د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو کړنلارې او د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې به ددې پوهنتون د روان سمستر نهايي ازموینې د جوزا په لومړۍ نېټه پیل شي.
ازموینې د ټاکلي مهال وېش سره سم د سهار په ۸:۳۰ بجو پیلېږي او هره ازموینه به دوه ساعته وخت ولري.
یاده پرېکړه د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې نن د ثور په ۲۹ مه نېټه د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شوه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د یادې پرېکړې سربېره په یو شمېر نورو علمي او تدریسي موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شــــــــ/یخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې پر مهال د تېر سمستر د بریالي ترسراوي له کبله د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو مننه وکړه او د راتلونکو ازموینو لپاره د اړین چمتووالي په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي د نړیوال کنفرانس ترسراوی، تضمین کیفیت پروسه کې په لوړو نمرو بریالیتوب او د علماء کرامو ازموینو اخیستنه د تېر سمستر پر مهال د پوهنتون لپاره سترې لاسته راوړنې وبللې او یاده برخه کې یې د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو او ټولو منسوبینو هلې ځلې وستایلې.
د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د مجلس نور ویناوال وو، چې مسؤلینو سره یې د علمي، تدریسي، ازموینو او تضمین کیفیت اړوند مسایل شریک کړل.
د مجلس په دویمه برخه کې د HEMIS سیستم څخه په اعظمي توګه ګټې اخیستې له کبله د انجنیري پوهنځي لومړی، ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي دویم او طب پوهنځي درېیم مقام واخیست، چې له امله یې د یادو پوهنځیو رئیسان د پوهنتون د مشرتابه او علمي شورا د غړو له خوا تقدیر شول.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ سید جمال الدین افغاني او بامیان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفيعاتو ۷، تقرر ۵ او انفکاک ۲ کیسونو او ځینو نورو علمي موضوعاتو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu