د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو ته د ویناوالۍ په برخه کې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۲
Picture

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي د عامه اړیکو څانګې محصلینو ته دایر شوی و، د پای په مراسمو کې یې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د ژورنالېزم پوهنځي رئیس او استادانو ګډون کړی و.

د ژورنالېزم پوهنځي د مسؤلینو په وینا، له یاد ورکشاپ څخه یې هدف د محصلینو ظرفیت لوړونه، جرئت زیاتوالی او له شته امکاناتو څخه د محصلینو په روزنه کې استفاده کول و.

د ورکشاپ پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــیـــ/ـــــخ انعام الله مدني په خپلو خبرو کې د علم، غوره ویناوالۍ او شخصيت جوړونې په ارزښت وغږېد او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ورکشاپ پر مهال زده کړي مهارتونه او مسایل عملي او نورو ملګرو سره یې شریک کړي.

نوموړي دغه ډول ورکشاپونه د محصلینو په روزنه کې اړین وبلل او ټینګار یې وکړ، چې د ننګرهار پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې باید محصلینو لپاره دغه ډول برنامې او ورکشاپونه جوړ شي، تر څو محصلین په خپل ځان بشپړ باور پیدا او غوره ویناوال جوړ شي.

د ژورنالېزم پوهنځي استاد او د عامه اړیکو څانګې آمر پوهنمل احمد جمیل پوپلزي په وینا، د ورکشاپ په لومړۍ ورځ ګډونوالو ته د غوره ویناوالۍ روزنه ورکړل شوه، په دویمه ورځ د ۴۲ تنو محصلینو تر منځ رقابتي سیالي جوړه شوه او په درېیمه ورځ له سیالۍ منتخب شویو محصلینو ته د وینا کولو موقع ورکړل شوه.

د ورکشاپ په ۳ مه ورځ لسو محصلینو د هېواد په پرمختګ کې د محصلینو ونډه، د محصل ژوند او پر وړاندې یې خنډونه، د اسلام له نظره د علم او تحصیل ارزښت، په چاپېریال ساتنه، ټولنې او کورنۍ په اصلاح کې د محصلینو ونډه موضوعاتو په اړه خپل جوړ کړي پرېزنټېشنونه ارایه او ویناوالي وکړه، چې د استادانو له لوري ورته د هغوی پیاوړي او کمزوري نقاط په نښه او د سمون لارښوونه وشوه.

ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ غړو او ژورنالېزم پوهنځي استادانو له لوري لسو غوره محصلینو ته د ایوارډونو او تصدیق پاڼو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu