افغانستان د اقلیم بدلون د اغېزو قرباني هېواد دی، نړۍ یې باید په لاسنیوي کې بې تفاوته پاتې نه شي.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۳۰
PICTURE

د اقلیم بدلون ستونزه تر ډېره د صنعتي هېوادونو د خپلسرو فعالیتونو په وجه رامنځته شوې، چې د افغانستان په څېر هېوادونه ترې متضرر دي؛ دوی ته په کار ده، چې اوس یې د مرستې او ژغورنې په برخه کې کوټلي اقدامات ترسره کړي.

یادې خبرې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خېرخواه په هغه مطبوعاتي غونډه کې وکړې، چې په ننګرهار پوهنتون کې د دایرېدونکي د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس په اړه د مرغومي په ۱۶ نېټه په دې پوهنتون کې جوړ شوی ؤ.

په یاد خبري کنفرانس کې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس د علمي بورد غړو سربېره د ولایتي ادارې د سکتوري ریاستونو رئیسانو، د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو، استادانو، محصلینو او د رسنیو استازو برخه لرله.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد کنفرانس د ارزښت او موخو په اړه د رسنیو استازو ته معلومات ورکړل. نوموړي وویل، د یاد کنفرانس له دایرولو یې موخه د اقلیم بدلون د اغېزو په برخه کې د ملي ستراتېژۍ جوړول او همدارنګه له نړۍ سره یې د اغېزو د کچې شریکول دي، چې افغانستان له یادې پدیدې څومره متاثر دی.

دوکتور خېرخواه زیاته کړه: نوموړي کنفرانس ته د هېواد د مسلکي کادرونو سربېره د نړۍ له ګڼو هېوادونو پوهان رابلل شوي، چې د ۲۰۰ په شمېر کې مقالې او ریسرچونه یې ترلاسه شوي، چې ۱۰۰ مقالې به ترې انتخاب او په کنفرانس کې وړاندې شي.

هغه وویل: د کنفرانس د علمي او تخنیکي چمتووالي لپاره ننګرهار پوهنتون ۱۳ کمېټې ټاکلي، چې ټول اړین تدابیر ورته نیول شوي او بودیجه یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکول کېږي.

نوموړي په یاده برخه کې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې یادې سترې چارې ته یې اوږه ورکړې او د ښه ترسراوي لپاره یې هلې ځلې کوي.

د خبري کنفرانس په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د تحقیقاتو او علمي مجلو مرستیال او د نړیوال کنفرانس د علمي بورد غړي پوهنمل دوکتور کفایت الله کاکړ د یاد کنفرانس په اړه معلوماتي پریزنټېشن وړاندې کړ او په یاده برخه کې یې د نیول شویو تدابیرو او پرمختګونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس به د دلوې په ۲۱ مه نېټه په ننګرهار پوهنتون کې دایر او درې ورځې به دوام وکړي. یاد کنفرانس د څېړنو او ریسرچونو د ارایې تر څنګ د نندارتون او پوسټر پریزنټېشنو برخه هم لري، چې په پای کې به یې د اقلیم بدلون په اړه لویې او وړې پالیسۍ جوړې او د اسلامي امـ/ارت په واک کې به ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu