د ننګرهار پوهنتون د فرهنګي چارو د نوې ټاکل شوې کمېټې غړو د دې پوهنتون د مشرتابه سره غونډه وکړه.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۸:۲۳
Picture

په نوموړې تعارفي او مشورتي ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه، د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو او د بېلابېلو پوهنځیو استازو استادانو او د فرهنګي کمېټو مسؤلینو برخه لرله.

د مجلس د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کمېټې نویو غړو ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د تېرې کمېټې د کړنو او هلو ځلو یادونه او ستاینه یې وکړه.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او اصولو سره سم د چارو د ترسره کولو، د تشکیلاتي جوړښت او کاري پلان جوړولو، د ځانګړې کړنلارې له مخې د تقویمي ورځو د نمانځې او محصلینو ته د روزنیزو غونډو جوړولو په برخه کې د کمېټې غړو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې د پوهنتون د استادانو او علمي شخصیتونو تقدیرولو، د پوهنتون د نوي پېژندلیک او بروشر چاپولو، د ویب پاڼې معلوماتو نوي کولو او د پوهنځیو په کچه د تېر سمستر د ممتازو محصلینو لپاره د ستاینغونډو جوړولو په اړه د مجلس ګډونوالو ته سپارښتنې وکړې.

د مجلس په دویمه برخه کې د کمېټې غړو د چارو د لا ښه والي په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د پوهنتون مشرتابه ته یې په یادو برخو کې د همکارۍ او اجرااتو ډاډ ورکړ.

د مجلس په پای کې د رایو په یووالي پوهندوی دوکتور همایون حامد د کمېټې د نوي مشر، پوهنمل هدایت الله حکیمي او پوهنمل طیب الله زاهد د مرستیالانو او د اړیکو او نشراتو آمر فضل علي ناګار د کمېټې د منشي په توګه وټاکل شول.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS