د لوړو زده کړو وزارت لوړ رتبه پلاوي د ننګرهار د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د فوق لیسانس برنامو ارزونه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۸:۵۳
Image

 

د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف رئیس انجنیر سردار ولي صالحي په مشرۍ شپږ کسیز پلاوي د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح په ملتیا ددې پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا د ۷ برنامو علمي او تدریسي چارې له نږدې ولیدې او د یادو پروګرامونو د څارنې او ارزونې تر څنګ یې د هغو د لا زیات معیاري کېدو او غنامندۍ په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د لیدنې پر مهال د راغلي پلاوي غړو د ننګرهار پوهنتون د فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضا او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې او تجارت او عربي ژبې او ادب څانګو د ماسترۍ او د فقهې او قانون څانګې د دکتورا پروګرامونو د نصاب او کریکولم، تدریسي بهیر، درسي صنفونو، کتابتونونو، تحقیق او تیزس لیکنې مراحلو او نورو بېلابېلو برخو ارزونه وکړه.

د پلاوي غړو د ارزونې په پای کې د ننګرهار پوهنتون د رهبري پلاوي او د یادو پروګرامونو د مسؤلینو او د څانګو آمرینو سره غونډه وکړه، د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د برنامو د لا ښه والي او غنامندۍ په اړه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د انکشاف رئیس انجنیر سردار ولي صالحي او د نظارت او ارزیابۍ رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په ننګرهار پوهنتون کې د فوق لیسانس د ۷ برنامو د شتون او فعالیت په اړه خوښي وښوده او د پوهنتون د مشرتابه او استادانو یې مننه وکړه، چې په کور دننه یې استادانو او ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.

نوموړو د یادو علمي برنامو شتون په هېوادنۍ کچه ستر فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د لا زیات معیاري کېدو، پراختیا او پیاوړتیا لپاره به یې هلې ځلې وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي د یادو پروګرامونو د بهبود او معیاري کېدو په اړه د پلاوي غړو ته د اړینو اقداماتو او اجرااتو د ترسراوي ډاډ ورکړ.

د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د ارزونې وروسته راغلي پلاوي د خراسان خصوصي پوهنتون د ماسترۍ پروګرام او همدارنګه د الفلاح خصوصي پوهنتون د ماسترۍ د دوه وړاندیز شویو پروګرامونو د امکاناتو ارزونه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په ١٣٩١ لمريز کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې پيل شو. اوس مهال د ماسترۍ شپږ پروګرامونه او یو د دکتورا پروګرام ددې پوهنتون په څلورو پوهنځيو کې فعال دي، چې په یادو پروګرامونو کې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو او د علمي او دیني مراکزو د علمي کادرونو په ګډون ۴۸۱ تنه په زده کړو بوخت دي او ۸۹۰ تنه یې فارغ کړي، چې د فارغانو په منځ کې نږدې ۳۰۰ تنه د هېواد د بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادان او د علمي کادر غړي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu