متوقعه پايلې

افغانستان یو وروسته پاتې هیواد دی چې مخ په ترقي روان دی. له بل طرفه د هیواد په کچه تردې دمه دهارتیکلچر په څانګه کې دفوق لیسانس برنامه شتون نلري نو ددې برنامې دایجاد په اساس به هیوادوال وکولی شي چې د کمو لګښتونو په اساس د هیواد په داخل کی لوړې زده کړې ترسره کړي. دا چې دهارتیکلچري محصولاتو څخه څرنګه چې لازمه ده استفاده نه کیږي او یو زیات شمیر محصول بدون له استفادې څخه ضایع کیږي نو د کم محصول څخه زیاته او دوامداره استفادي لپاره ضرور ده چې محصلین د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې لا پرمختګ وکړي او د دغه محصولاتو څخه په زیاته کچه استفاده وشي تر څو نورو هیوادونو ته د صادراتو لپاره برابرشي. او همدارنګه کرنه او مالداري د ملي اقتصاد یو له عمده سکتورونو څخه شمیرل کیږي. د ماستر په سویه د علمي کادر روزل د کرنې او مالداري سکتور د لا پرمختګ او پراختیا لامل ګرځي. د هارتیکلچر څانګې د ماسترۍ برنامې سره لاندې پایلې لاسته راتلی شي.

1.د علمي او مسلکي سویې لوړیدل، نوموړی کار د هغو افغانانو لپاره هم ډیره اړینه او ګټوردی چې د کورنیو ستونزو او نورو مشکلاتو په اساس نشي کولی د هیواد څخه بهر لوړې زده کړې وکړي.

2.د علمي، مسلکي او پوهه علمي کادرونو په واسطه د دولتي او غیر دولتي ادارو ډکیدل.

3.د موجوده دولتي او غیر دولتي ادارو د کارمندانو د ظرفیت لوړیدل.

4.د کرنیز سکتور د ستونزو تحلیل او حلول

5.په بهر کې د لوړو زده کړو په واسطه د ملي شتمنیو د مصارفو کمول

6.د هیواد د پوهنتونونو د اعتبار او ارزښت لوړیدل

7. یاده برنامه د هیواد په اقتصادي کچه هم مثبته اغیزه لری نه یواځې دا چې د دولت خزانی ته عواید جمع کیږي بلکه ټولنې ته د خدمت لپاره د ماستر په کچه محصلین د خدمت کولو لپاره وړاندې کیږي

8. د هیواد دودیز کرنیز سستم په عصري کرنیز سستم بدلول

User account menu