دهندي ژبې او ادب څانګې لرليد،ماموريت موخې او ارزښتونه

ليد لوری (Vision)

هندي څانګه د خپل ليد لوري له مخې هوډ لري، چې په راتلونکي کې د مسلکي او لوړ رتبه علمي کادر غړيو، علمي او اکاډميکو څېړنو او پروګرامونو، د زده کړې غوره او پرمختللی چاپيريال او نړيوال علمي او مسلکي تواميتونو په زده کولو محصلينو ته غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره په هيواد او سيمه کې ځانګړی باور ترلاسه کړي.

ماموريت (Mission)

هندي څانګه غواړي، چې د دوست هيواد هندوستان او ګران هيواد افغانستان فرهنګي اړيکې په مسلکي توګه لا پسې پياوړي کړي او خپله برخه کې وړ او معياري کدرونه وروزي، ترڅو د خپلو وړتياوو او کاري مهارتونو پر مټ د دواړو هيوادونو فرهنګي ستونزو ته د حل لار ولټوي او په پرمختګ کې يې رغنده ونډه ولري.

 موخې

دهند لوی هیواد او افغانستان فرهنگي اړيکې چې له پخوا راهیسې ئې لري لا پیاوړی کول.

په هند کې د پښتنو واکمنو او هلته د پښتنو مهال تاريخي، کلتوري، او علمي کارنامو او حالاتو په اړه د هندي ژبې په مرسته معلومات او څېړنې

د هندي زبي او دیوناگري رسم الخط په مرسته د هندوستان په ادبياتو کې د پښتو ادبياتو څېړنه

هندی ژبه چې خورا پراخه ادبیات لري د موثرو اثارو پښتو ته ژباړنه او همدا رنګه د پښتو اثارو هندي ته ژباړه

د هندي ژبې ښو او مسلکي زده کړو د هندوستان او افغانستان په دیپلوماتیکو اړيکو کې موثر تماميدای شي.

د هندي ژبې په مرسته د هند او افغانستان په اقتصادي چارو کې پرمختګ او د افغانانو د کار پيدا کولو زمينه برابروي.

د پښتو او هندي ژبو ترمنځ مقايسوي څېړنې، ترڅو د دواړو ترمنځ شته اړيکې روښانه شي.

User account menu