دهندي ژبې او ادب څانګې تاريخچه
دا چې هندوستان او افغانستان له پخوانیو زمانو راهیسې د دوه وروڼو په څېر خواږه دوستان پاتې شوي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تلپاتې فرهنګي او اقتصادي تودې اړیکې دوام لري، نو په دې خاطر اوس دې ته اشده اړتیا وه، چې په افغانستان کې دې په هندي ژبه مسلکي اشخاص ولرو تر څو د دواړو هېوادونو کلتوري اړیکې ټینګې شي او د دواړو هېوادونو افکار او ادبیات یو له بل سره رابرسيره کړي. دا کارونه یوازې داسې څوک کولای شي چې یو افغان په هندي او یا یو هندوستانی په پښتو او یا دري ژبو مکمل تسلط ولري، نو په دې خاطر چې په هندوستان کې د پښتو یا دري څانګې لا پخوا تأسیس شوې وې او په افغانستان کې هم د هندي ژبې او ادب د یوې څانګې اشد ضرورت احساس کېده، چې بیا د غوښتنو سره سم د افغانستان پخوانی جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي د لوړو زده کړو محترم وزارت ته لارښوونه وکړه چې د لوړو زده کړو په چوکاټ کې یوه د هندي ژبې او ادب څانګه جوړه کړي، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه په ننګرهار پوهنتون کې دا څانګه په دې خاطر جوړه شوه چې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې پر دوو بهرنیو (انګلیسي او عربي) ژبو سربېره د بلې ژبې څانګه نه وه، چې بیا په نتیجه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د هندي ژبې او ادب څانګه جوړه شوه. د دې څانګې په تأسیس کې محترم سرمحقق زلمي هیوادمل ډېر زیار ګاللي، مننه ترې کوو.
څانګه په (۱۳۸۵) کال کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې تأسیس شوه. د هندي څانګې محصلین څو ځلې په ډله ییز شکل د هندي ژبې او فرهنګ د لا ښې زده کړې لپاره هندوستان ته د هند دولت په مرسته استول شوي، همداراز څو تنه محصلین یې هر کال د یو کال لپاره هند ته د هندي ژبې د زده کړې لپاره د مرکزي هندي انسټیټیوټ (اګره) لخوا غوښتل کېږي، چې دا چاره اوس د لنډې مودې لپاره توقف شوې، هیله ده چې د دواړو هېوادونو ډیپلوماتیکې اړیکې په ژر پیلېدلو سره به بیا پیل شي. هندي څانګې تر اوسه پورې (۲۴۲) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. هندي څانګه کې ټول شپږ تنه علمي کادرونه په تدريس بوخت دي چې درې تنو يې تر دوکتورا خپلې زده کړې په هندوستان کې بشپړې کړې دي او درې تنو تر ماسترۍ پورې لوړې زده کړې لري. پټه دې پاتې نه وي چې په ټول هېواد کې یوازې ننګرهار پوهنتون هندي څانګه لري.