دنباتاتو ساتنې څانګې پېژندنه او تاريخچه
د نباتاتو ساتنې څانګه په ۱۳۷۶ کال کی د ننګرهار پوهنتون ، کرني پوهنځي په چوکاټ کی جوړه شوه. دا د کرني له مهمو ډیسیپلینونو له ډلې څخه ده او د حشره پوهنې، نباتي ناروغۍ بنسټونه، هرزه ګیاوو پیژندنې، فقاریه افتونو بیلا بیلې برخي په یوه واحد او هراړخیز پروګرام کې د هغو شاګردانو لپاره یو ځاي تنظیموي چې غواړي پوه شي چی څنګه هغه فکتورونه تنظیم کړي چې نباتي تولید محدودوي. ډیر مهم علمي مضمونونه چی د نباتاتو ساتنې په څانګه کې تدریس کیږي له ایکالوژي، بیولوژي، د ارتوپوډا افتونو کیمیاوي او بیولوژیکي تنظیم، نباتي ناروغۍ، نباتي نیماتودونه، هرزه ګیاوو او فقاریه افتونو څخه عبارت دي. د نباتاتو ساتنې په برخه کې تخصص د هغو محصلینو لپاره یو ایډیاله روزنه برابروي چي د IPM پروګرام سره مینه لري. په نباتاتو ساتنه کی د عملي پوهي سربیره هر محصل هیله لري چی د یو ځانګړي نبات یا نباتاتو د ګروپونو په تولید کې د ایکالوجي کاري پوهې او اختصاصي زده کړې ته پرمختګ ورکړي.