دحيواني علومو څانګې ليدلورې، ماموريت، موخې او ارزښتونه
لید لوری (vision):
د علمی کادرونو د روزنی ، څیړنو او لیکنو له لارئ د مالداری سکتور وده او پراختیا تر څو له امله یی ټولنیز اقتصادی پرمختګ رامنځ ته او غذایی خوندیتوب تامین شی.
مامویت (Mission)
د مالداری په چارو کی د علمی کادرونو روزل او د علم او فن په ګاڼه یی سمبالول ، د مالداری په چارو کی د څیړنو او لیکنو ترسره کول .د مالداری د صنعت د پرمختګ لپاره د تکنالوژی معرفی او خپرونه.
موخې
- د مالدارۍ او حيواني توليداتو په برخه کې د مسلکي او وړ کدرونو روزل.
- د څارويو د تغذيې، نسل اصلاح، روزنې، توليد او مديريت په اړه علمي او عملي زده کړې وړاندې کول.
- د څارويو د شيدو، غوښې، هګيو، وړۍ او نورو حيواني محصولاتو د کميت او کيفيت لوړول.
- د علمي څېړنو ترسره کول او د مالدارۍ د ستونزو لپاره عملي او علمي حللارې وړاندې کول.
- د هېواد د خوراکي امنيت او اقتصادي ودې په پياوړتيا کې د مالدارۍ د سکتور ملاتړ.
- د طبيعي سرچينو او څړځايونو د دوامدارې او اغېزمنې ګټې اخيستنې ترويج.
- د ناروغيو د مخنيوي او د څارويو د روغتيا د ښه والي لپاره له اړوندو ادارو سره همکاري.
- د بزګرانو او مالدارانو لپاره د علمي مشورو، روزنيزو پروګرامونو او ترويجي خدمتونو وړاندې کول.
- د نويو ټکنالوژيو، نوښتونو او معاصرو علمي ميتودونو کارول او ترويج.
- د ملي او نړيوالو علمي او څېړنيزو بنسټونو سره د اکاډميکو او څېړنيزو همکاريو پراختيا